خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مدهوبالا څوک وه؟

#مدهوبالا (۱۴ فبروري ۱۹۳۳ – ۲۳ فبروري ۱۹۶۹) (اصلي نوم: ممتاز جهان) د هندي ژبې فلمونو لوبغاړې وه، هغه د ١٩۴۲ څخه تر ١٩۶۰ پورې د هندي سينما په کلاسيک (پخواني) فلمونو کي راښکاره سوه. هغه اوس هم د هندي سينما د مشهورو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. مدهو بالا د اوږدې مودې د زړه د ناروغۍ له امله په ٢٣ فبروري ۱۹۶۹ کي خپله ساه ورکړه. هغې ته ښکلا د ټراډيجي سره او د هندۍ سېنما وينس هم ويل کيدل او هیره مو نه وی چي #بدهوبالا پښتنه وه.

مدهوبالا په ۱۴ فبروري ۱۹۳۳ کي په نوي ډیلي کي نړۍ ته ته سترګي روڼي کړې. هغې د خپل ژوند ډېره برخه یا بیا خپل ټول ژوند په هند کي تېر کړ. د مدهوبالا د پلار نوم عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. د ۱۹۴۴ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره سوه چې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډودۍ د پیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه سي. په خپلو هنري فلمونو کې مدهوبالا دهندوستان دمشهورو فلمي ستورو لکه؛ آشوک کمار، راج کپور، پرتهوي راج کپور، پردیپ کمار، شمي کپور، دلیپ کمار، سنیل دت او دیو آنند سره کارکړی دی. مدهوبالا په نړیواله کچه هغه مهال مشهوره سوه چې کله وتلي او منلي امریکايي مجلې (تیاتر او هنر) په ۱۹۵۲ کال کې د هغې انځورونه خپاره کړل، پر کومو چې ليکلي وه; (The Biggest Star in The World; د نړۍ ترټولو لویه ستورې). ددې فلمونو ډېر مینه وال درلودله په تېره بیا فلمونه لکه مغل اعظم، نیل کمل، شیرین-او-فرهاد، ساقي فلمونه یې ډېر مشهور سول.
د فېلم فییر مجلې پخوانی مدیر بي کې کرنجیا په یوه لیکنه کې ویلي وه؛ چې مدهو بالا په خپل قرارداد کې دا لیکل هم پیل کړي و، چې له هغې سره په فېلم کې د اتل رول څوک لري. د اتل ټاکلو پرېکړه هغې په خپل واک کې اخیستې وه. اوس ډېر فېلمي ستوري له ځان سره ساتونکي لري، باليووډ کې د دې کار پیل هم مدهو بالا کړی و. مدهوبالا ته منسوبې نږدې ټولې کیسې حقیقت بلل کېږي. د بي کې کرنجیا په خبره؛ کله چې اول ځل له مدهوبالا سره مخ سوم، نو احساس مې وکړ چې پر فېلمي پرده د مدهوبالا نیمايي ښکلا وړاندې کیږې، په حقیقت کې هغه له دې ډېره ښکلې وه. د باليووډ ځینې هنرمنې اوس هالیووډ کې هم کار کوي او پیسې ګټي، خو کلونه مخکې د هاليووډ نامي صنعتکار فرینک کوپر له مدهوبالا غوښتي و، چې کار ور سره وکړي.
د مدهوبالا لومړنی فېلم #بسنت وو چي په ۱۹۴۲ کال خپور سو. د هغه مهال مشهوره هنرمنه دیویکا راني په دې فېلم کې د مدهوبالا له رول ډېره اغېزمنه سوې وه، ځکه یې د دې نوم (ممتاز) پر مدهوبالا بدل کړ. د حیدر اباد اوسېدونکې خدیجه اکبر پر مدهوبالا کتاب لیکلی، چې نوم یې دی ای وانټ ټو لیو. د هغې په خبره، مدهو بالا له شهرت سره سره داسې هنرمنه وه چې وخت ته ډېره ژمنه وه او تل به په خپل وخت سټوډیو ته رسېدله.
دبالیووډ دغه ستورې او اداکاره او په یوه روایت آپریدۍ پښتنه وه. دپلار نوم یې عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. پلار یې په ډهلي کې د امپیریال توباکو په کمپنۍ کې دیوه مزور او کارګر په توګه دنده سرته رسوله، اوکله یې چې په دغه کمپنۍ کې خپل کار له لاسه ورکړ نو مجبور سو چې دخوارۍ مزدورۍ دپیداکولو په هڅه کې د بمبئي ښار ته چې دهند لوی صنعتی ښار وو ولاړ سي. د مدهوبالا درې خویندې او دوه وروڼه په کوچنيوالي کې مړه سول. د ۱۹۴۴ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره سوه چې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډودۍ دپیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه سي. لومړنی فلم چې مدهوبالا پکې کار وکړ بسنت و او دا (۱۹۴۲ زیږدیز کال) و. مدهوبالا په خپلو هنري فلمونو کې دهندوستان دمشهورو فلمي ستورو لکه: آشوک کمار، راج کپور، پرتهوي راج، پردیپ کمار، شمي کپور، دلیپ کمار. سنیلدت او دیو آنند سره کارکړی دی.
داسې ویل کیږي چې مدهوبالا ددلیپ کمار (یوسف خان) سره مینه درلودله خو هغه ورسره واده ونکړ چې په دې کار سره د مدهوبالا زړه مات سو. مدهوبالا بیا په ۱۹۶۰ زیږدیزکال کې دهند دمشهور سندر غاړی اوفلمي ستوري کشور کمار سره واده وکړ. مدهوبالا په خپل هنري ژوند کې ډیره بریالۍ وه.ددې فلمونه ډیر مینه وال درلودل په تیره بیا د مغول اعظم، نیل کمل، ساقي اوشیرین او فرهاد فلمونه یې ډیر مشهور سول. د مدهوبالا ښایسته مسکا لا تر اوسه د ټولې فلمی او غیر فلمي نړۍ په خلکو کې شهرت لري. مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه سوه او دهغې علت داو چې بدن یې ډیره وینه جوړوله. همداراز دپېپړو او ځیګر ناروغی هم ورته پیدا سوه او ټوخی هم ورته پیداسو.که څه هم دعلاج لپاره لندن ته ولاړه، خو له دې کبله چې ناروغي یې ډیر پر مختګ کړی و نو ډاکټرانو یې هم علاج ونه سو کړای او بیرته بمبئي ته راستنه سوه. د ژوند په پای کې دغه بریالۍ فلمي اداکاره د ۱۹۶۹ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۲۳مه نیټه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې بټې کړې او د سنټا کروز د مسلمانانو په هدیره کې خاوروته وسپارل سوه.

نوټ:- مدهو بالا په شاوخوا ٧٠ فلمونو کې کار کړی، خو شاوخوا ١۵ فلمونه يې کامیابه سول. د هغې د ٢٢ کالو په کاري دوره کې هغې دوه فلمونه هم پروډيوس  کړل، او هیره مو نه وی چی به ۲۰۱۲ کال کی ددی په نوم سریال هم جوړسوی، چی بیا وروسته د لمر تلویزیون لخوا په پښتو ژباړه هم نشر سوي دي.