خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اشرف غني وایي کرزی کوم پلان نه لري

ددې خبري مانا داده چي اشرف غني پلانونه لري او حامد کرزي نه پلانونه لرل او نه یې څه و کړ خو دده به ښایي هېر وي چي هر څه چي په افغانستان کي سوي د حامد کرزي له برکته دي د اشرف غني پلانونه ولي حتا یو هم په تېرو ۶ کالو کي عملي نه سو ؟
حامد کرزي ته د طالبانو افغانستان په میراث پاته سو چي د یوه ټلفن له پاره به مو کوټي او پېښتور ته سفر کاوه چي دلته هیڅ هم نه وه پاته خو اشرف غني ته د حامد کرزي د وخت افغانستان پاته سو چي هر څه پکښې وه .
له هغه وخته چي اشرف غني د جان کیري له خوا پر ریاست جمهوري منصوب سو بیا تر ننه دده پلانونه ! دغه دي :
شپږ کاله مخکې او شپږ کاله ورسته

-یوه بوجۍ اوړه ۹۰۰ اوس په ۱۹۰۰
-غوړي ۸۰۰ اوس په ۱۴۰۰
-دیزل ۴۵ اوس په ۶۰
-پټرول۴۵اوس په ۶۰
-بوره من ۲۲۰ اوس په ۳۵۰
-خرما ۵۰ اوس په ۱۲۰
-لرګي خروار ۵۰۰۰ اوس په ۸۰۰۰
-یو من مڼې ۲۵۰ ـ ۵۰۰ افغانۍ او اوس د ۵۰ـ۱۵۰ افغانۍ
-یو من زردالو ۲۰۰ـ۵۰۰ افغانۍ اوس ۱۰۰افغانۍ
-یو کارتن انار ۸۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانۍ اوس ۳۰۰ـ ۱۰۰۰ افغانیو پوري
-یو من انګور له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ اقفانیو پوري اوس له ۵۰ـ۱۰۰ افغانیو پوري .
-یوه بوجۍ سمنت ۲۳۰ اوس ۴۰۰ افغانی
-یوه بوجۍ ګچ ۶۰ اوس ۱۱۰ افغانی
-یو دالر ۴۸ افغانۍ اوس ۷۷.۶۰ افغانۍ
د هوایي او مځکني دهلیزو باډاسکي ویشتل کېدلې خو د وردګو او خوست منې ، د غزني پیاز ، د کندهار انار ، د فراه بادرنګ او هندوانې او د بامیان پټاټې چا د هیڅ په بیه نه اخیستې او تر بد لا بدتر کله چي خلګو اولسمشر ته شکایت و کړ نو زموږ د اقتصاد نابغه په جواب کي ورته وویل چي « نو ما خلګو ته وویل چي هندوانې و کرئ!!!! » . عجب منطق !
د کابل په دوکانونو کي د یوې کیلو جلغوزیو بیه ۴۵۰۰ افغانۍ ده خو چي د مفکر د هوایي دهلیز کي چین ته رسیږي نو د هري کیلو قیمت ۲۵۰۰. افغنۍ دی !
-ژبنی او قومي تعصب ۲۰% اوس ۱۰۰ %
-جګړه ۲۰ فیصده خاوره کې اوس ۹۰ فیصده
-اداري فساد ۵۰ % اوس هم ۵۰ %
-اخلاقي فساد ۳۰ فیصده اوس ۵۰ %
-جنایي پېښې ۱۰ % اوس ۸۰ %
-ملکي وژنې ۱۰ % اوس ۶۰ %
ملي وحدت سل فیصده زیانمن سوی ،
په مخدرو موادو روږدو ګسانو شمېر یو نیم میلیون اوس څلورنیم میلیونه
-ډیورنډ اغزن تار نه درلوده اوس یې لري
-همسایه ملکونو سره اړیکې ښې وې اوس خرابي
وزیرستان ته پاکستاني عسکر نه سوای ننوتلای اوس هلنته عسکري قشلې لري
د پاکستان د اوویا میلیونو ډالرو تور تر اوسه پر پروت دی خو د رسوا کېدو له بیري یې فاروق وردګ وزیر او اوس ښایي سفیر کړي
د یو ملیون بیکارانو ته د کارمودني پر ځای یې یو ملیون کارګر خلګ بېکاره کړه
اشرف غني پر موږ یو غیر انساني سړي خور اقتصاد تحمیل کړی دی چي له شلو کالو راهیسي یې و نه سوای کړای زموږ د خلګو نس موړ کړي او د جهاني بانک له قوله اوس ۸۰ په سلو کي افغانان د فقر تر پولي کښته ژوند کوي
۷۳ په سلو کي موځوانان بېکاره دي خو اشرف غني او امریکایان اوس هم ددغه خاینانه اقتصاد دفاع کوي او ښه یې ګڼي ،
د څو زرو اقتصادي پروژو جوړول ، چي یوه یې جوړه نه کړه
د شپږو زرو مکتبونو د جوړولو قول چي یو هم جوړ نه سو ،
د خوست او مزار نښلول له المان سره او له دغو ولایتونو څخه اقتصادي مرکزونه جوړول ، چي درک یې معلوم نه سو ،
افغانستان د سیمي د بریښنا په مرکز بدلول او هغه دی تاسو یې وینی چي مرکزي ، لویدیځه او جنوبي اسیا ټول د افغانستان برق مصرفوي هاهاها
د میلیونونو کورونو جوړول چي خدای خبر دی کله به شروغ سي ،
د اتو غټو بندونو جوړول چي درواغ وه ،
د اساسي قانون پر سر معامله ،
د ډیورنډ پر سر پټه او خاینانه معامله ،
له دوستم ، علیپور ، قیصاري ، عطا محمد نور سره غیر قانوني معاملې
شورا ته د کار د دوام له پاره لکه په پخواني شوروي اتحاد کي فرمان ورکول ،
احمد شاه بابا ، غازي امان الله خان ، او شهید سردار محمد داود خان ته بې احترام او هغوی د چوکۍ پر سر معامله ګر ګڼل ،
د معاصر افغانستان ټولو قهرمانانو ته بد رد ویل ،
دیني او اسلامي اعتقاداتو ته توهین او په دین او مذهب بې خبري ،
د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف د یوه نوکر په شاني امریکایانو ته ، بګرام ته ور تلل ،د ترمپ د مور د بمب هرکلی ،
د ترمپ له افغان وژني ستراتیژۍ څخه دفاع ،
د غلجو او درانو نفاق او بیا په خپله درانو کي نفاق او د لوی کندهار د پښتنو او زموږ نورو پښتنو وروڼو تر منځ نفاق اچول ،
د اشرف غني او دده د مافیایي بانډ د غلاوو پلانونه چي متاسفانه موفقانه ادامه لري

د ۲۲ میلیونو مبایلو لس فیصده محصول د شپږو کالو راهیسي چي تر اوسه پوري یې غل نامعلومه دی ،
د وزارت دفاع ، داخله او امنیت د روغنیاتو قرار داد اجمل غني ته
د افغانستان بانک ستراتیژیکه ذخیره چي تقریبآآ ۸ میلیارډه ډالره وه په غیر قانوني توګه امریکا ته انتقال او سرنوشت یې نامعلومه دی .
۳۵۰ میلیونه ډالره چي شاه بانو رولا غني امریکا ته د خپل زوی په نامه لیږلي دي دا د پرموټ هغه ۲۵۰ میلینوه ډالره نه دي چي دی پټي کړي یې دي
د امریکایي ځارنوالۍ له قوله چي اجمل غني تور پیسې مینځي او د اشرف غني د وراره ګانو په نامه ۵۰۰ میلیونه ډالره امریکا ه راغلي دي ،
د افغانستان بانک څخه لږ او ډېر ۳۰ میلیارډه افغانۍ ۹۱ کود په غیر قانوني توګه تللی دي
د راډیو تلویزیون تعمیرونه په یوه انګلیسي پونډ پر انګلیسیانو د مو قیومي له خوا خرڅ سو
د انګلیس سفارت ته نږدې حکومتي مځکي او د سیلو شاته مځکي د هیڅ په قیمت ور کړه سوې
د اوبو او نورو معدنونو سرنوشت هم دغه دی
په واشنګټن کي د افغانستان د سفارت ۲۰ متره دیوال د نړۍ د قیمتي ترینو دیوالو څخه دی چي په ۲،۲ میلیونه ډالره موږ ته تمام سو ، د همایون قیومي جیبونه لکه چي یو څه ډک سوه .
د مپکر صاحب د دوران اخلاقي فساد
د اخلاقي فساد یا په بل عبارت د کلچرل مارکسیزم د شیوع انحصار دده د میرمني رولا غني په لاس کي دی
د مخدره موادو ، شرابو ، اخلاقي فساد ، د ښځو د ازادۍ په نامه د فیمینیزم ارتقا د افغاني هویت محوه کول او په کل کي د امریکن ډرګ اینډ سیکس کلچرل رواجول ددغي مېرمني له عمده لاسته راوړني څخه دي که څه هم پخپله عیسوي مذهبه یهوده ده خو بیا هم د خلګو د خطا ایستلو له پاره پر غټو اعلانونو باندي د قران شریف ایایتونه په خپل نامه خپروی .
مپکر صاحب د سولي درواغجني نارې وهي خو طالبانو او نورو ملي شخصیتونو ته توهین کوي ….
زه پوهیږم چي زما ځني شیان هیر دي . تاسو یې را پا یاد کړئ .
دغه د اشرف غني پلانونه وه چي ما یې یوه لنډه بېلګه تاسو ته وړاندي کړه .
قضاوت تاسو و کړئ.
Bild könnte enthalten: 1 Perso

شېر خان یحی