خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د منظور پښتون د بندي کېدلو په اړه د پخواني ولسمشر ښالي کرزي اعلامیه

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د پاکستان د حکومت له لورې د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشر منظور پښتین پر نیولو خپله خواشیني څرگندوي.
حامد کرزی زياتوي په داسې حال کې چې زموږ سيمه د افراطيت او تروريزم له درده ځوريږي د داسې سياسي مشرانو او فعالانو ځورول او بنديانول چې د خپلو نظرياتو د بيان او حقوقو د غوښتلو لپاره د عدم تشدد، سوله ایزې او مدني لارې غوره کوي په لوي لاس نويو کړکيچونو او ستونزو ته لار اوارول ګڼل کېداي شي.
حامد کرزی د پاکستان له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين له بنده آزاد کړي.