خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ولسمشر غني: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی یم.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی یم.
زه په دې اړه د بښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوم.
په داسې حال کې چې زموږ سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له داومداره ګواښ سره مخ ده، حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو او سوله خوښو مدني حرکتونو څخه ملاتړ وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د عدالت غوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او موږ یې په کلکه غندو.
که حکومتونه له دغه ډول خوځښتونو سره اختلافات لري نو دغه اختلافات دې د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې حل کړي نه د خشونت او زور له لارې.