خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په ټورنټو کې د پاکستان قنسلګرۍ مخته د ټورنټو میشتو افغانانو د لاریون پرېکړه لیک

  1. د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د توقیف په غبرګون کې

په ټورنټو کې د پاکستان قنسلګرۍ مخته د ټورنټو میشتو افغانانو د لاریون پرېکړه لیک
سه شنبه، ۲۰۲۰م کال، د جنوري اته ویشتمه

په ټورنټو کې د پاکستان قنسلګرۍ مخته د ټورنټو میشتو افغان شموله لاریون ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان، د ملیونونو افغانانو په نیابت، نن، سه شنبه، د ۲۰۲۰ کال د جنوري په اته ویشتمه نیټه، د دې پرېکړه لیک له لارې، د پاکستان د جابر دولت لخوا د پښتون ژغورنې د مدني غورځنګ د مشر او رهبرۍ غړو نیول په کلکو ټکيو غندي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ولسي خوښت دی چې د سیمې د ولسونو د بنسټیزو بشري حقونو لپاره سوله ییزه او مدني مبارزه کوي او په ولسونو کې د پاکستان د پوځ د ادارو او ګوډاګي دولت د پټو او ښکاره توطیو په اړه ولسونه هوښیاروي. غورځنګ د زرګونو هغو پښتنو د برخلیک اواز پورته کړی چې د پاکستاني ادارو لخوا په غیر قانوني توګه اختطاف کړل شوي او ورک کړل شوي دي. غورځنګ د پاکستان د پوځ لخوا د ترهګرۍ ملاتړ نړۍ او ولسونو ته بربنډوي او د پوځ لخوا په ډول ډول لارو چارو د ځورول شويو او ځپل شویو ولسونو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
دا چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو او پوښتنو ځواب نه لري، او د دې غورځنګ په مټ د لسګونو زره انسانانو غونډو او لاریونو ترې لاره ورکه کړې ده، نو د عدالت اواز ته د تسلیمي پر ځای له یوې خوا د دې غورځنګ پر غړیو او مشرانو ناوړه تورونه او تهمونه لګوي، او له بله اړخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو د تعقیب، ربړونې، توقیف او شکنجې په ظالمانه عمل لاس پورې کوي. په تېره لنډه موده کې د پاکستان جابرې ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ارمان لوڼي شهید کړ، د دغه غورځنګ مشر یې، چې د پارلمان برحاله غړی هم دی، توقیف او شکنجه کړ، د دې غورځنګ پر غړیو یې په عامو غونډو کې ګولۍ وچلولې او دا دی د دې غورځنګ دروېش صفته مشر هغو لاسونو ته یې هم هتکړۍ واچولې چې د نورو د خلاصون لپاره پورته شوي و او د رهبرۍ غړي ونیول.
ټورنټو میشت افغانان ، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او د ننني لاریون ټول ګډونوال د ملیونونو افغانانو په استاځئ د پاکستان د جابرې ادارې او پوځ د ټولو ناوړه اقداماتو غندنه کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او د غورځنګ د رهبرې غړو د فوري خلاصون غوښتنه کوي، په لاندې مادو کې خپل پرېکړه لیک اعلانوي:
۱) د پاکستان پوځ او د پوځ لاسپوڅې ملکي اداره دې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتون او رهبرۍ غړیو فوراً ازاد او د خپل ناوړه حرکت بښنه دې وغواړي؛
۲) د پاکستان پوځ د پوځ لاسپوڅې اداره دې د پښتون ژغورنې غورځنګ اساسي غوښتنو ته چې د سیمې د ولسونو د اساسي بشري حقونو او عدالت پر محور دي، تسلیم شي او د پښتنو له کړولو، وژلو او د سیمه ییزې ترهګرۍ په پروژو کې دې د دوی د خاورې او خلکو له کارولو لاس واخلي؛
۳) کاناډا، نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه دي د منظور پښتون د نیونې په مقابل کې فوري غبرګون وښیي او د پاکستان د پوځ او پوځي لاسپوڅې ادارې د ناوړه کړنو یادښت دې واخلي؛
۴) د کاناډا حکومت دې د پښتون ژغورنې غورځنګ او محکومو پښتنو د مدني او انساني مبارزه زغرد او فعال ملاتړ وکړي او په دې برخه کې دې محافظه کاري نه کوي؛ د کاناډا حکومت دې د منظور پښتون د نیونې په غبرګون کې د پاکستان سفیر احضار او هغه ته دې یادښت وسپاري؛
۴) د سیمې ولسونه دې پر خپلو ځایي او ملي حکومتونو فشار راوړي چې له پاکستان سره اړیکې مشروطې کړي او پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړ او د ولسونو په مقابل کې له بې عدالتۍ لاس پر سر کړي؛
۵) د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشت او خواره واره افغانان دې خپلو نیږدې مرکزونو ته را ټول شي، غونډې، لاریونونه او ناستې دې وکړي، د منظور پښتون په نیونه او د پاکستان د جابر دولت په کړنو دې اعتراض وکړي.