ولسمشر غني او ټرمپ د سولي د پروسې په اړه ټلیفوني خبري وکړې

دارګ خبرپلڼه
د افغانستان او امریکا جمهوررئیسانو ټلیفوني خبرې وکړې
د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د یوه ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د سولې پروسې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
په دغه ټلیفوني تماس کې د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس د افغانستان د سولې په اړه د تېري ورځې پر بدلون د خوښۍ څرګندولو پر مهال، جمهوررئیس غني ته د خپلې مبارکۍ مراتب څرګند کړل.
جمهوررئیس ټرامپ وویل، په افغانستان کې د سولې پروسې د وروستیو ګامونو د عملي کولو په خاطر د جمهوررئیس غني پر رهبرۍ او د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام پر ظرفیت باور لري.#