خلیلزاد ته د مناظرې چلنج
لیک: شېر خان یحی
د امریکا د خارجه چارو د وزارت کارمند ښاغلي زلمي خلیلزاد څو ورځي دمخه زموږ ملي مشر ښاغلي حامد کرزي ته د مباحثې چلینچ ور کړ. ښاغلی خلیلزاده حامد کرزي د یوه مغرور هیواد ملي مشر دی . دا ډیپلوماټیک عرف نه دی، چي نا برابر طرفونه دي له یو او بل سره بحث و کړي. زه هم ستاسو په شاني د خارجه وزارت یو مامور یم او د پورتني عرف مطابق کولای سو بحث سره و کړو .زه تاسو ته په ډېر درناوي د مباحثې چلینج در کوم. د مباحثې محتوا ، ځای او د افرادو مشارکت یې ستاسو ، خو زه د بحث له پاره دغه لاندنی موضوع ګاني وړاندیځوم : –
- د سپټمبر د میاشتی د یوولسمي حملې او د امریکا یرغل پر افغانستان باندي، یاني دا چي دغه حملې خو په المان کي پلان سوي وې او عاملین یې د سعودي طبعه وه نو بیا حمله ولي پر افغانستان باندي وسوه؟
- د امریکایانو دا ادعا چي دوی د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۲ مادې مطابق پر افغانستان حمله کړې ده .د نوموړي منشور د ۵۲ مادې ایضاح او پر هغه غور کول . – د ملګرو ملتونو دوه فیصله لیکونه 1368 (2001) of 12 September 2001 and 1373 (2001) of 28 September 2001, کي تاسو ماته یو ټکي را وښیاست چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دي امریکانو ته دا اجازه ور کړې وي، چي پر افغانستان دي نظامي یرغل و کړ. دغو دو پورتنیو فیصله لیکونو دواړو یوولسم د سپټممبرAn Act of Terror بللی چي طبعآ دا د پولیسو کار وو، چي تروریسټان او ددغو حملو عاملین محکمې او قضا ته راولي . د جارج بش حکومت ولي او د کوم حقوق بین الدول مطابق وویل چي دا An Act of War دی ؟
- که تر دې تېر سو د ملګرو ملتونو د موسسې د منشور د ۵۲ مادې مطابق امریکانو فقط د یوې هفتې له پاره پر افغانستان د حملې حق درلودی خو په دې شرط چي : الف : دا حملې باید متداومي وي ، او ب : دغه حملې له یوه بل هیواد څخه پر امریکا سوي وي . د یوولسم د سپمبر حملې له امریکا څخه پر امریکا سوی وې او فقط یو وار وې او تکرار نه سوې یعني تداوم یې نه درلود او په دې توګه یې د ۵۲ مادې شرطونه نه پوره کول نو امریکایانو بیا په کوم حساب هغهAn Act of Wa r وبللې؟ – د بی ایس ایې تړون چي تاسو د ملي وحدت له حکومت سره کړی دی د حقوق بین الدول خلاف ځکه دی چي له یوه دست نشانده حکومت سره لاسلیک سوی دی. د ملي وحدت حکومت د امریکا د خارجه وزیر جان کیري له خوا جوړ سو. بله موضوع چي زه یې ستاسو سره غواړم مطرح کړم هغه داده چي ستاسو نیو لیبرال اقتصاد او فلسفه ! چي پر افغانستان مو تحمیل کړې ده د جغرافیې، ملت، هویت، دین، مذهب او ثقافت په نامه کوم شی پېژني ؟ مانا دا چي ایا امریکایان له تیرو شلو کالو راهیسي د دغي نیولیبرال ایډیو لوژۍ مظابق د افغانانو حکومت، ملي وحدت، دین او مذهب، تاریخ او اقتصاد نه تباه کوي او امریکایان زموږ د ملت د محوه کولو له پاره له هر امکانه استفاده نه کوي؟ مانا دا چي امریکا د دوست په نامه د افغانستان په تباهۍ نه ده پسې؟ نوري موضوع ګاني هم سته چي موږ پر هغه باندي هر ډول بحث ته حاضر یو . یا تاسو مهرباني وکړئ او د افغانستان او امریکا په روابطو کي یوه یا څو موضوع ګاني پېشنهاد کړئ چي بحث پر و کړو.