خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د نا سم تشخیص له کبله ددغه باغ ۷۲ لکه حصول پر ۳ لکه افغانیو ودرېدئ

پرون مو د پنجوایې ولسوالي مرکز کي ددغه حاجي صاحب باغ وکتئ، چي د مختلفو امراضو له کبله یې باغ بیخي د مرګ پر غاړه ولاړ و. دغه باغ مخکي ۷۲ لکه افغانۍ عاید ورکول خو اوس د کاله یوازي ۳ لکه افغانۍ ور جوړوي. ددغه حاجي صاحب دا مايوسي څهرې ته چي سړی وګوري، د سړی زړه غواړي چي په داغه باغ کي ورسره واړه وي او تر هغه وخته چي باغ يې سم سوي نه وي هلته باغواني ورسره وکړي. دولس زره انګورني تاکه باغ يې دي، تر درې لکه افغاني بالا نه ور جوړه وي او دغه درې لکه افغانۍ يې يوازي د کیمیاوي سري نه بسيږي.

زموږ تر معایناتو او تشخیص وروسته به دغه باغ بیرته انشالله په دوو کالو کي خپل پخواني حالت ته ورسیږي.

که ستاسو باغونه، فصلونه، پالېزونه په نباتي امراضو او افتونو اخته وي او شاړي مځکي مو نباتات نه شنه کوي لطفا زموږ سره په تماس کي سئ، چي موږ به یې د عصري ټیکنالوژي په مټ تشخیص او د تداوي لپاره لازمي لارښووني او درمل درته توصیه کړو.

ادرس:حضرت جي بابا د زاړه ګمرک پر ځای دوهم تجارتي مارکېټ ۷ او ۸ نمبر دوکانونه

د ټلیفون شمېره: ۰۷۰۰۷۴۴۵۴۷

ایمل: noorizaraatilabratory@gmail.com