د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چي په دغه ولایت کې یې د موټر بم چاودنې مخه نیولې ده

د ننګرهار امنیتي چارواکو تیره شپه په دغه ولایت کې د موټر بم چاودنې مخه نیولې ده. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، تیر ماښام د چپرهار د ټول پلازې سره له چاودېدونکو موادو ډک موټر او چلونکی د پولیسو له خوا ونیول شو. نوموړي وایې چې موټر ته د امنیتي قواو له خوا انفجار ورکړل شو. هغه زیاته کړې:”د دښمن لا اوس هم زړه یخ نه دي او کوښښ کوي چې زمونږ بیګناه ولسونه ووژني.” تر اوسه کومې ډلې د دغه پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
عکسونه: د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د فیسبوک پاڼي څخه.