خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امنیت شورا د آراو په اتفاق سره د بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ اعلام کړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اراو په اتفاق سره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د بل کال ۲۰۲۱ تر سپټمبر پوري تمدید کړ، او د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کېدو څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اراو په اتفاق ۲۵۴۳ (۲۰۲۰) پرېکړه لیک تصویب کړ، او د بین الافغاني طرفونو څخه یې په کلکه وغوښتل چي د اعتماد سازۍ عملیې ته دوام ورکړي، تشدد را کم کړي، او په مذاکراتو کي ښه نیت وښيي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راز له بین الافغاني مذاکراتو څخه وغوښتل چي د همه شموله سیاسي نظام او مصالحې لپاره زیار وباسي.
د امنیت شورا له ګردو افغانانو او بین المللي ټولني څخه وغوښتل چي د یوناما سره په ګډه کار وکړي، د ملګرو ملتونو د مامورینو او کارګرانو لپاره امنه فضا ایجاده کاندي.
واحد فقیري