خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جواد ظریف: تهران د بین الافغاني خبرو سره مرستي ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سې شبنې په ورځ ناوخته په تیلفون کي د حنیف اتمر سره د افغانستان د سولي د پروسې په باب خبري وکړې، او د سولي د خبرو څخه يې د تهران ملاتړ اعلام کړ.
ظریف وايي ایران چمتو دی چي د سولي په خبرو کي مرسته وکړي. ظریف دغه راز د افغانانو تر مینځ د خبرو د شروع کېدو څخه خوښي څرګنده کړه.
د ایران حکومت د افغانستان د جمهوریت حمایت کوي، او ګرده افغانان دېته هڅوي چي ۱۹ کلن دیموکراتیکي لاسته راوړني وساتي.
افغانستان او ایران د سمدستي اوربند ملاتړ کوي، او همدارنګه د سیمه ایزي اجماع پر اهمیت باندي ټینګار کوي.
منبع: فارس نیوز
تاریخ: سپټمبر ۱۶، ۲۰۲۰
واحد فقیري