خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا (سي بي ایس نیوز) د قطر د بین الافغاني خبرو په اړه د ځینو طالب چارواکو سره مرکې کړيدي

د امریکا (سي بي ایس نیوز) د قطر د بین الافغاني خبرو په اړه د ځینو طالب چارواکو سره مرکې کړيدي. رپوټ وايي چي د جمهورریس ټرمپ اصلي هدف دا دی چي له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي، او د امریکایانو سره خپله وعده پوره کړي.
پدې مرکې کي یوه طالب چارواکي (سي بي ایس نیوز) ته ویلي دي:
همدااوس نه امریکا او نه هم د افغان حکومت پلان (ب) لري. یوازي طالبان پلان الف او پلان ب لري. د طالبان پلان الف سیاسي او سوله ایزه مصالحه ده. او زموږ پلان ب په زوره د قدرت نیول دي.
همدا طالب چارواکي ادامه ورکوي او وايي:
اوس د طالبانو نوبت رارسېدلی دی. تاسي د افغان حکومت د دریو او یا پنځو کالو لپاره طالبانو ته ور وسپارئ. طالبان به د بین المللي ټولني سره همکاري وکړي، په تېره بیا د متحده ایالاتو سره. طالبان به دا هم ثابته کړي له څنکه چي هغوی مصمم جنګیالیان ول، هغوی به په مستقبل کي همداسي اعتمادي ملګري او شریکان هم وي.
بل طالب چارواکي ورته ویلي دي:
د کابل اوسنی سیسټم بشپړ فاسد او فلج دی. د اشرف غني د اقتدار بېړۍ غرقېږي. د غني سره ایتلافي حکومت جوړول به طالبان هم ورسره غرق کړي.
ښاغلي عباس ستانکزي د (سي بي ایس نیوز) ته ویلي دي:
بین المللي ټولنه باید تشویش و نه لري. که چیري دا ځل زموږ سره په افغانستان کي د یو مشروع سیاسي ډلي او هویت په شان چلن وسي، موږ به دا کرت د بین المللي قوانینو سره ډېر مسولانه او محترمانه برخورد وکړو.
بل طالب چارواکی وايي:
طالبان په افغانستان کي یو عیني واقعیت دی. یوازي طالبان دا جنګ ختمولای سي او افغانستانه ته ثبات او سوله راوستلای سي.
واحد فقیري.