خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو د مرغومي په ۱۶مه پیلیږي

د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو، د دواړو لوریو داجنډا د موضوعاتو ابتدایی لستونه سره تبادله کړل.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټويټر لیکلي چې “دبین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د اجنډا د موضوعاتو ابتدایي ليستونه سره تبادله کړل او د موضوعاتو په اړه یې لومړني توضیحي بحثونه ترسره کړه.”

ښاغلی نعیم زیاتوي دا چې لا ډېرو سلا مشورو ته اړتیا لیدل کېږي نو دواړو پلاوو هوکړه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر پنځمه به وقفه وکړي.

سرچینې زیاته کړې  دا چې داجنډا موضوعات لا زیاتو مشورو ته اړتیا لری دواړو لوریو توافق وکړ چې د مذاکراتو دویم پړاو به د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي په ۱۶مه، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پنځمې نیټې سره برابره ده، پیلیږي.

د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې داسې مهال ځنډیدلي چې جنګ جګړې روانې دي او ویل کېږي تر پخوا لا سختې او مرګونې شوې دي.

په دې لړ کې یو ځل بیا پلازمېنه کابل کې لس توغندي ولګېدل چې د سر او مال زیانونه یې هم اړولي دي.

طالبان که څه هم وايي دا بریدونه دوی نه دي کړي خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر خپل ټوېټر لیکلي دغو بریدونو او ورته نورو پېښو وښوده چې اوربند ته عاجله اړتیا ده.