خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

خلک: د ارغنداب په هوايي برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وائي د تېرې شپې هوايي برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

خو امنیتي چارواکو یې په اړه څه نه دي ويلي دغه برید تېره شپه د درنې جګړې پر مهال د دغې ولسوالۍ په ده سبزي کلي کې شوی دی، خلکو غوښتل د وژل شوو ملکي وګړو جسدونه د ولایت مقام مخې ته راوړي، خو د باغ پُل په ساحه کې یې پولیسو مخه نیولې ده.

د کلي اوسېدونکي وائي چې د تېرې شپې په برید کې د یوې کورنۍ د مشر، د هغه ورور او نور ټول ښځې او ماشومانو به ګډون ۱۱ وګړي شهیدان شوي.

د ده په خبره، د سیمې اوسېدونکو غوښتل د وژل شوو وګړو جسدونه د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخې ته یوسي، خو د باغ پُل په ساحه کې پولیسو د مخکې تګ اجازه ور نه کړه.

موږ هڅه وکړه، چې د دې پېښې په اړه د چارواکو نظرونه واخلو خو څوک یې په اړه څه نه وايي.

بل خوا د ملي دفاع وزارت وايي، چې دغه وزارت د کندهار  ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې عامو وګړو ته د تلفاتو رسېدو په تړاو د راپورونو له خپرېدو څخه خبر دی او د ۲۰۵ اتل قول اردو، د کندهار امنیه قوماندانۍ او د ارغنداب ولسوالۍ د مقام په ګډون ګډ پلاوی ددغې موضوع د څېړلو لپاره ګومارل شوی دی.