سیما سمر: له خپلې دندې لیرې کړای شوې یم
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، له خپلې دندې لیرې کړای شوې ده.
اغلې سمر وائي: «زه له دندې لیرې کړای شوې یم خو په دې اړه راسره هېڅ اړیکه نه ده نیول شوې او نه هم راسره مشوره شوې ده.»
نوموړې وائي له تېر یو نیم کال راپدېخوا چې د دغه وزارت د رغولو اعلان شوی، پر تشکیلاتو يې هم کار نه دی شوی.
سیما سمر شااوخوا یو نیم کال مخکې په دغه دنده ټاکل شوې او تر هغې مخکې یې شااوخوا ۱۷ کاله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې په توګه دنده ترسره کړې وه.