خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ولایتونو ویاندویان له رسنیو سره له خبرو کولو منع شول

د افغانستان د سیمه ‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ولایتونو د ویاندویانو د بستونو د لغوه کېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ویاندویان به خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو له دې وروسته به د خپلو ولایتونو اړوند ټول معلومات راټولوي او هغه به والیانو ته سپاري.

د دې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مشرې نرګس مومند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل: “د دوی بستونه له موږ سره خوندي دي، خو یوازې په لږ توپیر، هغه دا چې وروسته له دې به د مؤثرې او ښې اطلاع رسونې په موخه به ‌یې والي صاحبان په خپله د ولایت اړوند اطلاعات له رسنیو سره شریکوي او د اطلاعاتو او عامه اړیکو مدیران به د ټولنیزو پاڼو مدیریت، همداسې د محل په کچه د بېلابېلو توکمنو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او والي صاحبانو ته به اړوند موضوعګانې راټولوي.”

د سیمه ‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام ‌یې د اطلاع ‌رسونې د مؤثریت لپاره کړی دی.

خو خپلواکې رسنۍ چې اوس هم د حکومت له‌ خوا په خپل وخت له دوی سره د معلوماتو په شریکولو کې ستونزې لري، دې ته اندېښنه لري چې په دغه نوي اقدام سره به ډېر خلک په دې اړه چې په ولایتونو کې څه پېښېږي، له معلوماتو بې ‌برخې شي.