خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د علي وزیر ژوند ته د خطر په اړه اندېښنې پیدا شوې دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د کورنۍ غړي، د غورځنګ یو شمېر ملاتړي او همدا راز د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشران وایي، له یو شمېر سرچینو یې خبر ترلاسه کړی چې د علي وزیر ژوند په خطر کې دی.

دغه اندېښنې په داسې حال کې پیدا کېږي چې علي وزیر څو ورځې وړاندې پېښور کې تر نیول کېدو وروسته دا مهال په کراچۍ کې زنداني دی.‌

د نوموړي مشر ورور ملک رحمت الله په یوه ویډیویي پیغام کې د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان او د پوځ پر مشر غږ کړی چې د علي وزیر د سلامتیا ضمانت دې ورکړي.

د علي وزیر وراره عالمګیر وزیر وائي، تره یې علي وزیر خپلې مېرمنې سره د تیلیفوني خبرو پر مهال هغې ته ویلي چې زندان کې نوموړي ته د شکر ناروغۍ اړین درمل نه ورکول کېږي او وېره لري چې د کومې ناروغۍ په پلمه به ووژل شي.

د پاکستان حکومت لخوا تر دې دمه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی راغلی. ‌