خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عبدالله عبدالله د تاجکستان پارلمان له رئیس سره پر افغان سولې خبرې وکړې

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تاجکستان ته د سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د پارلمان له رئیس محمد طاهر ذاکرزاده سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

د دې شورا ستر سلاکار او د رسنیو مسؤل مجیب‌الرحمن رحیمي وائي: ښاغلي عبدالله نن دوشنبې ته تر رسېدو وروسته د تاجکستان د پارلمان له رئیس سره په غونډه کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او دا چې په دې هڅو کې تاجکستان څه ډول رول لوبولی شي، خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دغه ‌راز د سولې په دغه بهیر کې د سیمې د هېوادونو د رول په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د همکارۍ او د دوه اړخیزو اړیکو پر مسایلو هم خبرې وشوې.

له ښاغلي عبدلله سره تاجکستان ته په دې سفر کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم ملګري دي.

په پام کې ده چې نوموړی به نن د تاجکستان له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او سبا یې هم د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمن سره کتنه پلان شوې ده.

د ملي مصالحې عالي شوار مشر عبدالله عبدالله په داسې حال کې تاجکستان ته سفر کوي چې تر دې مخکې يې پاکستان، ایران، هند او ازبکستان ته هم سفرونه کړي و.