خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پلازمېنه کابل کې د ناامنیو پر وړاندې مبارزه د ولس همکارۍ ته اړتیا لري

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، په کابل کې د ناامنیو پر وړاندې مبارزه د ولس همکارۍ ته اړتیا لري.

د امر اله صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد پرون وائي: “د کابل د امنیت او نظم لپاره مبارزه له څو غلو، یوه ډله تروریستانو یا شل- دېرشو لوچکانو سره نه ده چې په څو ورځو کې بریالۍ او هرڅه ګل و ګلزار شي. غوښتنه مو له کابل ښاریانو دا ده چې له امنیتي تړون سره همکاري وکړي.”

پلازمېنه کابل کې د ناامنیو او جنايي پېښو تر زیاتېدو وروسته د تلې/میزان پر ۲۶مه امر اله صالح د څو اوونیو لپاره د کابل امنیتي چارو مسوولیت واخیست.

خو له دې سره سره بیا هم په کابل کې د غلاوو پېښې کمې شوي نه دي ورسره د ناامنیو پېښې لا هم ورځ تر بلې د اندېښنې وړ کېږي، آن د کابل ښکار له واټونو څخه د دغه ولایت ځينې سیمې د راکټي بریدونو شاهدې وې.