خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سپيدار: تاجکستان د افغان سولې بهیر سره د همکارۍ ژمنه وکړه

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، تاجکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

دا ژمنه دغه هېواد ته د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله د سفر پر مهال وشوه.

د دې شورا ویاند فریدو خوځون وائي: “د تاجکستان چارواکو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې سوله او ثبات وباله او له دې بهیر یې خپل ملاتړ اعلان کړ. دوی ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي.”

د ملي مصالحې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله د یوه هیئت په مشرۍ د دوشنبې په ورځ تاجکستان ته لاړ، چې نن سې شنبه له ولسمشر امام علي رحمان سره هم د سولې پر موضوع بحث کوي.