خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ناپېژانده وسله والو په غزني کې يو خبريال وواژه

د غزني امنيتي مسوولين وايي چې ناپېژانده وسله والو د خبريالانو د ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد پر ډزو وژلى دى.

د غزني والي سيدعمر نورستاني وويل چې د غزني ښار د دويمې حوزې د خواجه حکيم په سيمه کې د الجزيرې تلوېزيون پر پخواني خبريال او په دغه ولايت کې د خبريالانو د اتحاديې مشر رحمت الله نېکزاد باندې وسله وال بريد شوى دى.

هغه وايي چې نېکزاد د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

بل لورته وسله والو طالبانو هم د نوموړي پر وژل کېدو خواشينې ښودلې ده.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په غزني کې د هېواد مسلکي خبريال رحمت الله نېکزاد وژل شوى دى.

هغه زياتوي: )موږ دا بزدلانه عمل په کلکه غندو، د نېکزاد صاحب کورنۍ ته تسلیت وایو، دا وژنه د هېواد لپاره یوه ضایعه بولو. نېکزاد د یو متعهد خبریال په حیث له موږ سره ډېرې ښې اړیکې درلودې.(

د يادونې ده چې په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې دا پنځم خبريال دى چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې وژل کيږي.