طنزي تعريفات

لومړۍ برخه
اخبار:
اخبار هغه مختورن او سپک کاغذ ته ويل کېږي چي نالوستي خلک پيرکي، جلبۍ، کبان، برګر، ډوډۍ او نور خوراکي شيان په کښي خرڅوي، خو لوستي خلک يې بيا د ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي ادارو په دفترونو کي پر مېزونو غوړوي او د دسترخوان کار ځني اخلي. تر خوراک وروسته دا اخبارونه انبار (ډېران) ته ځي چي هلته یې وزې، پسونه او چرګان خوري، بیا خلک د دې حیوانانو غوښه خوري چي په دې ډول د اخبار معلومات د خلکو حافظې ته رسېږي!؟
ليكوال: عبدالنافع همت