کابل کې وسله وال برید؛ د ‘ازادو او عادلانه ټاکنو’ مشر یوسف رشید ووژل شو

د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید نن سهار د کابل اومې ناحیې اړوند په تڼي کوټ کې له کوره دفتر ته د روانېدو پر مهال د وسلوالو برید کې تر ټپي کېدا وروسته ومړ.
په دې برید کې د یوسف رشید موټروان ټپي شوی دی.
کابل کې امنیتي سرچینو ویلي، ښاغلی رشید او چلوونکی یې برید کې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوي، خو ښاغلي رشید د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.