طالبان: د جواد ظریف څرګندونې د افغانستان په چارو کې مداخله ده
طالبانو د ځان په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وروستۍ څرګندونې غندي او دا د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.
ښاغلي ظریف دوشنبه له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، د ایران د قوانینو له مخې طالبان یې لا هم د ترهګرو ډلو له لېسته نه دي ایستلي.
نوموړي وویل، ایران د طالبانو په اړه هماغه تعریف لري چې د ملګرو متلونو امنیت شورا په پرېکړه کې راغلي. هغه که څه هم دا پوښتنه ځواب نکړه چې ایا طالبان یوه ترهګره ډله بولي یا نه، خو ټینګار یې وکړ چې دې ډلې په تېرو وختونو کې په افغانستان کې ترهګریزې کړنې ترسره کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، طالبان نشي کولی یوازې پر دې اساس چې د افغانستان د خاورې یوه برخه یې کنترول کې ده، د دې هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي.
جواد ظریف ویلي وو، طالبان په افغانستان کې یو حقیقت دی، خو دې ډلې ته نه ده پکار چې د تېرو شلو کالو پر لاسته راوړنو سترګې پټې کړي.
جواد ظریف وویل، اورېدلي یې دي چې طالبانو جعفري فقه په افغانستان کې د لږکیو فقه بللې، او زیاته یې کړه چې ایران په دې اړه اندېښمن دی، ځکه دا دریځ د افغانستان د اساسي قانون او اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی.
د نوموړي دې څرګندونو په غبرګون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې ویلي، د ښاغلي ظریف دا څرګندونې غیر مسئولانه دي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسولی شي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې طالبان د ملګرو ملتونو د ترهګرو په کوم لېست کې نه دي شامل او د ښاغلي ظریف څرګندونې د هغه ناخبري څرګندوي.
طالبانو ویلي چې له خپلو ټولو ګاوندیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي، او له نورو هېوادونو هم د ورته چلن تمه کوي