خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانستان او ازبکستان د ګډ اقتصادي زون پر جوړولو هوکړه کړې ده

افغان او ازبکستاني چارواکي پر يوې داسې هوکړې سلا شوې چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو پراختيا په موخه نوی اقتصادي زون جوړېږي.

نوی اقتصادي زون به د ازبکستان په سرخان دريا ولايت کې جوړېږي چې په کې به افغان سوداګرو او پانګوالو ته ګڼې اسانتياوې په نظر کې ونيول شي.

د افغانستان د بلخ او د ازبکستان د سرخاندريا واليانو تېره ورځ مزارشريف ښار کې د ازبکستان او افغانستان د سوداګريزو، اقتصادي او فرهنګي همکاريو پراختيا دويم کنفرانس کې وکړې.

د ازبکستان د سرخاندريا والي  بابا لوف توره عبديويچ وويل چې هېواد يې لېواله دی څو له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصاد برخو کې اړيکې پراخې کړي، هغه زياته کړه چې له افغان لوري سره پر يوې داسې هوکړې سلا شوي چې له مخې به يې د ازبکستان په سرخاندريا ولايت کې نوی اقتصادي زون جوړوي.

نوموړي وويل چې د نوي جوړېدونکي اقتصادي زون لومړني کارونه پيل شوي دي.

د ازبکستان د سرخاندريا والي وويل: «نوی اقتصادي زون به موږ سره مرسته وکړي چې افغان سوداګر تشويق کړو څو په ازبکستان او ازبکستاني سوداګر به وهڅوو چې افغانستان کې پانګونه وکړي.»

د هغه په وينا، د نوې هوکړې له مخې افغان سوداګر کولای شي چې له ويزې پرته تر پنځلس ورځو پورې د ازبکستان په سرخاندريا ولايت کې و اوسېږي او خپلې سوداګريزې چارې تنظيم کړي.

د سرخاندريا والي زياتوي چې له دې پرته به افغان سوداګرو ته د ګمرکي چارو، اوسېدو ځای، پانګونې او روغتيايي برخو کې ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

په ورته مهال د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي وويل: « د ازبکستان په سرخاندريا کې د نوي اقتصادي زون په جوړېدو سره به افغان سوداګر خپل توليدات په اسانۍ سره نړيوالو بازارونو ته ورسوي.»

د دغه هوکړې په پلې کېدا سره به افغان سوداګر و کولای شي چې له دې لارې اسيايي او اروپايي بازارونو ته په اسانۍ سره لاسرسی پيدا کړي.