بهرنیو چارو وزارت: د جوړښت پر سمونې کار روان دی
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرني سیاست د ښه والي لپاره د وزارت د جوړښت پر اصلاحاتو او سمونې کار روان دی.
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وایي، پر تشکیلاتو دغه کتنه له وزارته نیولې تر سفارتونو او جنرال کونسلګریو پورې د بهرني سیاست ټول بنسټونه را نغاړي.
دی وايي: بهرنی سیاست به د ملت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو او د سیمې او نړۍ د سیاسي متحولینو په پام کې نیولو سره رامنځته کېږي، تشکیل هم داسې عیاریږي چې د دغو لومړیتوبونو او د بهرني سیاست اړتیاو ته ځواب ورکوونکی و اوسي.
ګران هېواد رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، دا بدلونونه راتلونکي ۱۴۰۰ لمریز کال ته په نظر کې نیول شوي دي.
سږ کال اوړی د دغه وزارت او اداري اصلاحاتو کمېسیون ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوې چې له مخې یې وزارت موظف شوی چې د بهرني سیاست دستګا اصلاح او ګمارنې د وړتیا له مخې وکړي.