خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پښتونخوا کې د کورونا له امله دیني مدرسې وتړل شوې

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت په چټکۍ سره د کورونا وېروس د دویمې څپې د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په دیني مدرسو کې پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ناروغۍ له امله ۶۲ کسان مړه شوي، چې ورسره په ټول هېواد کې د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۹ زرو پورته شوی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له څلور لکو اوښتی دی.

د خېبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور د ایالت د نورو ښارونو پرتله ډېر خطرناک ګڼل کېږي ځکه چې د کورونا د مثبتو پېښو او مړینو شمېر پکې ډېر دی.

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دیني مدرسو کې د زدکړو بندولو پرېکړه د خلکو د روغتیا لپاره شوې ده.

د کورنیو چارو سکرتر اکرام الله خان له دیني عالمانو نه په دې برخه کې له حکومت سره د مرستې غوښتنه کړې ده. نوموړي خبرداری هم ورکړی چې له قانونه سرغړوونکو سره به سخت قانوني چلن وشي.