خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

رخشانه څوک وه ؟

په رخشانه مشهوره حمیده اصیل د افغانستان یوه لومړنۍ سندرغاړې وه چې د ۸۰ کلنۍ په عمر کې مړه شوه.

د یو بل افغان هنرمن شاه ولي کورنۍ چې امریکا کې رخشانې سره نږدې و د نوموړې د عکس خپرولو سره وايي، چې رخشانه تېره اونۍ دوشنبې په ورځ مړه شوه.

مېرمن رخشانه په ۱۳۴۰ ا و۱۳۵۰ کلونو کې د افغانستان یوه ډېره منلې او مشهوره سندرغاړې وه او افغانستان راډیو کې یې نږدې شپږ سوه پښتو او دري سندرې ریکارډ کړې دي.

د افغان موسیقۍ یو استاد ګلزمان چې له نږدې ور سره اشنا او ګډې سندرې یې هم ور سره ویلې دي وايي، د هنري پروګرامونو لپاره پر کابل سربېره مزار، جلال اباد، کوزې پښتونخوا او نورو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، ازبکستان او هندوستان ته ور سره تللی دی.

رخشانه پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پسې امریکا ته کډواله شوه او له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې هلته اوسېده.