خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

صالح: خیرخانه کې د تلاشۍ پر مهال بهرني وګړي نه دي نیول شوي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د خیر خانې په سیمه کې يې د تلاشۍ پر مهال هېڅ کوم بهرنی وګړی نه دی نیولی، بلکې د تښتونو او وژنو په تور نیول شوي کسان هغه وګړي دي چې تر څېړنو لاندې دي.

امرالله صالح دا څرګندونې نن سهار د شپږ نیمو غونډې په نامه فېسبوک کې خپاره شوي رپوټ کې لیکلي، چې کابو هر سهار یې خپروي.

صالح وايي، دوه کسان یې عملاً کابل ته د مقناطیسي ماین د لېږدولو پرمهال نیولي، چې تر دوو ورځو به د هغوی اعتراف هم شریک کړل شي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، “مقناطیسي ماینونه او د ټولنې اسانه هدف کېدونکي وګړي، لکه خبریالان، مدني فعالان او کارپوهان د طالبانو کار دی، چې غواړي د ارزښتونو دفاع کې د خلکو اراده کمزروې کړي”.

دی وايي د “وحشت او جهالت دا کمپاین” د طالبانو لپاره له “رسوایۍ او کرکې پرته ستراتیژیکه لاسته راوړنه کېدای نه شي”.

طالبانو تر اوسه د صالح پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.