خوځون: د سولې مذاکراتو دوهم پړاو هم په قطر کې ترسره کېږي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د سولې د خبرو دوهم پړاو به هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا د سولې په بهیر کې د ټولو ښکېلو اړخونو پرېکړه ده.
هغه وویل: “اوس ټول پردې سلا شوي چې د دوهم پړاو خبرې دې هم د جنوري په پنځمه بیا په دوحه کې پیل شي، د افغانستان اسلامي جمهوریت پوره چمتووالی لري چې د جنوري په پنځمه خپل مذاکرات په دوحه کې له طالبانو سره پیل کړي.”
ښاغلي خوځون په دغه پيغام کې وویلې، چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی به د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ دوحې ته ولاړ شي.
له بلې خوا د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې رییس وحید عمر پر خپل ټویټر پاڼه لیکي: “ولسمشر اشرف غني د دولت د مرکچي پلاوي د مشر، د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس او نړیوالو ملاتړ کوونکو د غوښتنې او د سولې په خبرو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره موافقه کړې ده چې دا خبرې په قطر کې وشي“.
له دې مخکې د ولسمشر غني په ګډون د حکومت ځینو چارواکو غوښتنه کړې وه چې د سولې خبرې دې په هېواد کې دننه تر سره شي.
د ملي مصالحې عالي شورا په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې ارګ هم له دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی و، چې ولسمشر غني او د ملي مصالحې د شورا رییس عبدالله عبدالله نن په خپله کتنه کې د سولې د خبرو د بل پړاو د ځای او وخت په اړه خبرې وکړې.