خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بغلان د تاله ‌وبرفک د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ۴ کان کېندونکي ووژل

د بغلان ولایت د تاله ‌وبرفک د ډبرو سکرو په کان کې د یوې چاودنې له امله څلور کان کېندونکي ووژل شوي.

د تاله ‌وبرفک ولسوال عبدالاحد برفکي د دې پېښې په اړه وائي: “پرون مازدیګر مهال په دې کان کې د میتان ګازو له امله چاودنه وشوه چې له امله يې څلور تنه په کان کې ګیر پاتې وه، ګازو نیولي، یو جسد را ایستل شوی او د درېیو نورو د را ایستلو لپاره د مسؤلینو هڅې روانې دي.”

د ښاغلي برفکي په وینا دا هغه یو خصوصي کان دی چې د تاله‌ وبرفک هغه سیمه کې دی چې طالبان پرې ولکه لري.

په دې ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو له ۱۰۰ په زیاتو کانونو کې چې ډېری یې خصوصي دي او پر معیارونو برابر نه ‌دي، نږدې ۱،۲۰۰ کارګر کار کوي.