د کابل-لوګر سړک د دوهم لاین د جوړولو دوهم فاز ۹۰ سلنه بشپړ شو
د کابل- لوګر د سړک د دوهم لاین د جوړولو دوهم فاز په سلو کې نوي سلنه بشپړ شوی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د څه باندې ۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د دغه سړک چارې چې ټول لګښت یې د ټولګټو وزارت ورکوي، بشپړېدو ته نږدې دی.
د افغانستان د ټولګټو وزارت ویلي چې د کابل- لوګر د دوهم لاین سړک به په درېیو پړاونو کې جوړ شي چې د لومړۍ برخې چارې یې چې د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د سقاوې له دښتې څخه پیلېږي او د لوګر د محمداغې ولسوالۍ پورې غځېږي، له مخکې بشپړې شوې دي.