ولسي جرګه: د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه ناانډولۍ له کبله رد شوه
د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز په وینا چې دغه بودیجه د ناانډولۍ له کبله د پارلمان له لوري رد کړل شوه.
نوموړي وویل، چې د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون چې د ١٤٠٠ هجري لمریز کال بودیجه یې ارزولې وه، خپل رپوټ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.
نوموړي دغه بودیجه ناانډوله وبلله او وویل، چې ددغې بودیجې په برابرولو کې د هېواد یو شمېر بېوزله سیمو ته پام نه دی شوی، خو یو شمېر هغو سیمو ته چې د بیارغونې ډېرې پروژې په کې عملي شوې، ډېره پاملرنه شوې ده.
د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ملي بودیجه ۴۵۲،۶ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده.
له دې جملې عادي بودیجه ۲۹۶ میلیارده افغانۍ ده، چې د ملي بودیجې ۶۵ سلنه جوړوي او همدارنګه پراختیایي بودیجه د ۱۵۶ میلیارده افغانیو په لرلو سره د ملي بودیجې ۳۵ سلنه جوړوي.