مشرانو جرګه: د نيول شوو سناتورانو قضيه دې په عادلانه ډول وڅېړل شي
مشرانو جرګې د رشوت او فساد په تور د خپلو نيول شوو سناتورانو قضيه په عادلانه او دقيقه توګه د څېړلو او عدالت پلي کولو غوښتنه کړې ده.
د ملي امنيت لوى رياست او لويې څارنوالۍ پرون په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي وو چې درې تنه سناتوران يې د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې يې د رشوت اخيستلو پر مهال لاس په لاس نيولي دي.
که څه هم په ياده ګډه اعلاميه کې د دغو سناتورانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو سرچينې وايي چې په دوى کې محمد عظيم قوياش، محمد انور باشليق او لياقت الله بابکرخېل شامل دي.
د مشرانو جرګې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى هم خبر ترلاسه کړى چې د دې جرګې درې غړي په بلخ ولایت کې د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت د لوی ریاست له لورې نیول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې سره د قضیې په تړاو لازم جزیات نه دی شریک شوي، دا جرګه له اړوندو ادارو څخه د اساسي قانون د احکامو، په ځانګړې توګه د یو سل او دویمې (۱۰۲) مادې د رعایت غوښتنه کوي.
د جرګې په خبرپاڼه کې راغلي: (مشرانو جرګه انتظار لري چې یاده قضیه دې د اساسي قانون د لارښونو سره سم په دقیقه، رڼه، او عادلانه توګه وڅېړل شي ترڅو په بهترینه توګه عدالت پلی شي، په همدې موخه مشرانو جرګې یو پلاوی ټاکلی تر څو د جرګې له نیول شویو غړو، لویه څارنوالۍ او ملي امنیت ریاست له منسوبینو سره په اړیکه کې شي، لازم معلومات ترلاسه او له اړوندو حکومتي ادارو سره د قانون د بې طرفانه تطبیق په هیله، یاده موضوع تعقیب کړي.)
بلخوا د ولسمشر لومړى مرستيال امر الله صالح د سهار د شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې په راپور کې د دغو سناتورانو په اړه ويلي چې دوى د خپلو جېبونو ډکولو پر مهال نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې يوه بله ډله هم څو ورځې مخکې په يوه ولايت کې ٢٥٠زره امريکايي ډالر رشوت اخيستى و، خو په اړه يې تر اوسه کره اسناد نه دي ترلاسه شوي.