ولسمشرۍ ماڼۍ: د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي او د درملو د کیفیت مسوولیت ومني.
غني تېر ماښام په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د روغتیا وزارت له چارواکو سره ویلي، شرکتونه دې په هېواد کې دننه د درملو د تولید لپاره پانګونه وکړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پانه کې راغلي چې، په راروانو دوو کلونو کې دي طبي وسایلو او تجهیزاتو ته د افغانستان پر اړتیاوو هراړخیزه څېړنه وشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان د روغتیايي خدماتو او درملو له پلوه پر ګاونډیو هېوادونو متکي دی.
زیات افغانان اوس هم د درملنې لپاره هندوستان یا هم پاکستان ته ځي او ویل کېږي افغان سوداګر هم تر ډېره له بهرنیو هېوادونو دارو درمل واردوي.