د کانونو وزیر په ۱۳ میاشتني بند محکوم شو
د افغانستان سترې محکمې تېره ورځ د کانونو او تېلو پخوانی وزیر وحیدالله شهراني په ۱۳ میاشتې بند محکوم کړ.
ښاغلی شهراني له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کال وزیر و.
محکمې نوموړی تورن کړ چې هرات کې یې د سیمټو کارخونې جوړولو او د دغه ولایت کرخ ولسوالۍ پهلوانان ډبرو سکرو کان په تړاو د ایران له یوه شرکت سره په تړون کې خپل واک ناوړه کارولی دی.
محکمه دا هم وايي، چې شهراني به ایراني شرکت ته یو نیم میلیون ډالر هغه ضمانتي پیسې هم ورکوي، چې د نه ورکولو له امله یې دا شرکت تاواني شوی دی.
ښاغلي شهراني د محکمې تورونه رد کړي او وايي، د محکمې پرېکړه منصفانه نه ده.