خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

زلمى خليلزاد د سولې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلى

د افغانستان د سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سولې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلى دى.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې خليلزاد تېره شپه کابل ته را رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې نوموړى به له ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له  رييس ډاکتر عبدالله سره د سولې د وروستيو پرمختګونو او د بين الافغاني مذاکراتو د دويم پړاو خبرو په اړه به  ليدنې ولري.

ټاکل شوې ده، چې د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو خبرې اترې نن په قطر کې پيل شي، په همدې موخه د افغان دولت مرکچي پلاوى نن تر غرمې مخکې د دوحې پر لوري روان شوى دى.

خليلزاد کابل ته له راتګ څخه مخکې پاکستان ته تللى و او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارې (اى اېس اى) له مشرانو سره يې د افغان سولې په اړه سلا مشورې کړې دي.

هغه تېره شپه په ټويټر کې ليکلي و چې د سيمې هېوادونو ته د سفر په موخه دوحې ته رسېدلى دى.