خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اکبر: د خلکو وینې تویول باید ودرېږي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کابل د نننۍ چاودنې په غبرګون ویلي چې د خلکو وینې تویول باید ودرېږي.

د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د عامه ساتنې د تصدۍ د ویاند ضیا ودان په شمول د دوو نورو کسانو د وژنې په غبرګون پوښتنه کړې چې څوک د هېواد ځوان او تحصیل کړی قشر له‌منځه وړي؟

هغې زیاته کړې چې زموږ هم‌نسلي وژني او د حذف په مخته وړلو سره‌یې راتلونکي ته هیله‌من دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مني چې په پلازمېنه کابل کې نن سهار په یوه چاودنه کې د عامه ساتنې تصدۍ د ریاست ویاند ضیا ودان او دوه نور کسان وژل شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی ودان نن سهار اته نیمې بجې د کابل په کارتې نو سیمه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و.

ارګ ماڼۍ هم په یوه اعلامیه کې دا پېښه غندلې ده.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې جمهور رئیس اشرف غني د دغه ترورېستي برید د غندنې سره وائي: “د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې‌ګناه خلک وژني او عام‌المنفعه تأسیسات ویجاړوي.”

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو د افغانستان حکومت او امریکايي ځواکونه په دې ډول بریدونو کې چې په وروستیو څو میاشتو کې ډېر شوي، طالبان په لاس لرلو تورنوي.