خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د احصائیې ملي اداره: نور د کاغذي تذکرې تأیید ته اړتیا نه‌شته

د افغانستان د احصائیې ملي اداره وایي، له دې وروسته د تابعیت کاغذي تذکرې تأیید ته اړتیا نه ‌لري.

دغې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې چې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه یې خپره کړې، وویل چې کاغذي تذکرې د وګړو د احوالو د ثبت قانون له مخې وېشل شوي او د اعتبار وړ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د جدي میاشتې له ۲۲مې وروسته دوی د تذکرو د تأیید بهیر دروي.

د احصائیې ملي ادارې ویلي، که چېرې دولتي ادارې د کومې تذکرې د جعل په اړه شک ولري، له دوی سره دې رسمي تماس ونیسي او دوی به ‌یې ځواب وایي.

له دې وړاندې د پاسپورټ اخیستو او یا هم د اسنادو د ژباړلو لپاره اړینه وه چې خلک د تذکرو د تأییدي ځنډنی او جنجالي پړاو تېر کړي.