خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کریم خلیلي پاکستان ته په سفر کې پر افغان سوله بحث کوي

د وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي نن په رسمي سفر پاکستان ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر سوله بحث کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، ښاغلی خلیلي د جنورۍ له ۱۱مې تر ۱۳مې به د یوه هیئت په مشرۍ په اسلام‌اباد کې وي.

د اعلامیې له مخې عبدالکریم خلیلي به له صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د ملي اسامبلۍ له مشر اسد قیصر او نورو مشرانو سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دا سفر د پاکستان د هغې پالېسۍ یوه برخه ده چې هدف‌یې د افغانستان د سولې په پروسه کې پر یوه ګډ تفاهم سلا کېدل دي.

تر دې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه هیئت پاکستان ته سفر کړی و چې هلته‌ یې د سولې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې.