خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون نیمروز کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې ادعا څېړي

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په نیمروز کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې ادعا څېړي.

د دغه کميسیون رئیسې شهرزاد اکبر تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، په نیمروز کې دا پېښه داسې وخت کېږي چې تر دې مخکې په هلمند کې په یوه بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څو غړي وژل شوي وو.

د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو پرون یکشنبه لږ تر لږه د ۱۴ کسانو مړي د ولایت د ودانۍ مخې ته وروړي وو چې ویل یې وړمه شپه د افغان ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

۲۱۵ میوند قول اردو پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې دغه ادعا به د دوی له‌خوا وڅېړل شي.

دې قول اردو تأیید کړې چې په دغو عملیاتو کې ځینو ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښې ده.

د نیمروز ولایت مطبوعاتي دفتر بیا وايي، د منظرې په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.