نه کلی او نه ښار خوندي دی!
تېره ورځ د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په منظري سیمه کې د افغان هوايي ځواک د بمباریو له امله ۱۴ تنه ملکي وګړي شهیدان سول، کابل کې راکیټی بریدونو، غلو تر څنګ ځنځیري وژنو لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.
تر ټولو بده بیا دا وي د سپین سترګي زامن وائي موږ طالبان په نښه کړي؛ وه د ړانده زامنو تاسې ته چې کله کوردینات در کول کېږي په دې نقشه کې دا نه درته ښکاري چې دا د اوسېدو ځای دی او که د جګړې کرښه؟
تاسې د دې ځواب ملت ته ورکولای سئ؟
نه؛ خو چې پرې ثابته سي عام ولس یې شهید کړی بیا نو هئیت و ټاکل سي او دا هم د لسګونو نورو پېښو په ډول دا دوسیه هم د څېړنې په موخه د رسنیو په وړاندې اعلان او بیا د نورو هغوي په څېر ارشیف ته وسپارل سي او بیا همدا زما بې حافظې ملت ورته لاس تر زني ناست وي او په دې تمه وي چې کله به يې د پېښې معلومات کېږي؛ خو د سترخان په پیسو مست چارواکي به دا هېر کړي چې موږ کوم مسئولیت اخیستی وو که یا؟
لنډه دا چې د دې نظام او د دې چور واکو د ساتنې لپاره هیڅ اړتیا نسته چې زموږ ځوانان دې ورته خپل سرونه نظرانه کړي.
زما مظلوم ولسه!
دلته خوندیتوب اوس یو خیال دی د دې حالت څخه د خلاصون لپاره د سولې سپين سهار ته سره منسجم سئ د دې فاسد نظام څخه د دفاع په لاره کې خپله کورنۍ مه اړمنه کوئ، د مرګ وروسته مو په والله که او لادونه دې ټولنه کې ځای ولري، خو له دې سره به د دې سپکو چارواکو په پښو کې د خیرات لمنې غوړولې وي.
موږ په داسې ښار کې ژوند کوو چې د انسانانو ژوند يې د پسو او چارواکي يې قصابان سوي د هر وګړي مرګ ورته روا دی که د حق چیغه و نه کړو او د دې حالته خپله ځانونه خلاص نه کړو په الله قسم چې نن زما سبا به ستا واری وي.
بې ګناه خلک وژل سوي او د محکمې له حکم پرته په توره شپه کې هستوګنه سیمه تر یرغل لاندې راغلې ده، خو زما د وطن واکدار ناخبره دی.
د هغه هېواد په نظام کې چې د انسانانو سر، مال، عزت، دین او ناموس خوندي نه وي داسې نظام څخه دفاع حماقت دی، جهالت دی او ظلم دی.
لیکوال: حکمت الله نورزی