خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مزارشريف کې د شاهين قول اردو ښځینه کارکوونکو پر موټر بريد شوى

مزارشريف ښار کې د شاهين قول اردو ښځينه کارکوونکو پر موټر وسله وال بريد شوى دی.

د بلخ امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل وائي چې دوو وسله والو موټرسايکل سپرو نن سهار اووه نيمې بجې د مزارښار پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې د ملي اردو پر يوه موټر ډزې کړې دي.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د څلورو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي چې د قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښي یوه شاهد وویل چې وسله والو پر هغه موټر برید وکړ چې د شاهين قول اردو ښځې کارمندانې په کې سپرې وې.

د سرچينې په حواله، په دغه برید کې یو شمېر نظامي کارمندانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي د پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې په دغه بريد کې دوه ښځې وژل شوې او درې نورې ټپيان دي.