ولسمشر غني ومنل چې د نیمروز بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي
ولسمشر غني ومنله چې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي ” زموږ د هیوادوالو د شهادت او ټپي کېدو د خبر په اورېدو سخت خواشینی شوم، د شهیدانو درنو کورنیو ته د جمیل صبر، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوم.”
هغه د نیمروز ولایت مسوولینو ته په ټینګار لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د قربانیانو کورنیو ته رسیدګي او د ټپیانو اساسي درملنه وکړي.
ورته مهال يې امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د دغه هوایي برید په اړه د هراړخیزې څېړنې او موندنې امر وکړ او زیاته يې کړه چې پایله دې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي.
غني زیاته کړې” د هیواد د دفاع او هیوادوالو د ساتنې په برخه کې د تروریستي ډلو او ګروپونو پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو قدرداني کوم او د تل په څېر په ټينګار سره دوی ته دستور ورکوم چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د عملیاتو پرمهال له زیات دقت څخه کار واخلي.”
ولسمشر غني په داسې حال کې د دغه پېښې د څېړنې غوښتنه کوي چې تر دې مهاله د هیڅ هوائي برید د څېړني او د هغه پایلې د رسنیو له لارې له ولس سره نه دي شريکي شوي خو له هر برید وروسته برید غندنه شوي.