کابل کې د سوداګرۍ د پراختیا او پرمختګ نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د سوداګرۍ د پراختیا او پرمختګ نړیوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.
د افغانستان د پانګه والو او سوداګرو د ټولنې عمومي رییس عبدالهادی فرهنګ وائي، چې دغه نندارتون به د دریو ورځو لپاره پرانیستى وي.
په ياد نندراتون کې په دوه سوه غرفو کې د افغانستان بېلابېل محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي؛ مسوولين وايي، دا ډول نندارتونونه افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ډېر ګټور تمامېږي.