خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ۷ ولایتونو ۲۰ چارواکي د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته وپېژندل شول

د افغان حکومت یوې سرچینې ویلي، د اوو ولایتونو ۲۰ لوړپوړي چارواکي د کورونا وېروس ضد ځانګړې شوې بودیجه کې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

تازه ګام کې د افغان حکومت د بازرس ادارې د لوګر، بامیان، کندوز، بغلان، خوست، پروان او دایکندي ولایتونو چارواکي له کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې بودیجه کې د فساد، اختلاس او خپل واک ناوړه کارولو په تور دې ادارې ته ور پېژندلي دي.

د افغان حکومت یوې سرچینې په وینا، دغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو کې شپږ والیان، یو مرستیال والي، د عامې روغتیا رییسان، مالي او تدارکاتو رییسان او یو ښاروال هم شته.

معرفي شویو کسانو کې ځینې پخواني او ځینې اوسني والیان دي.

لویي څانوالۍ هم ویلي، دوی ته د اوو ولایتونو د چارواکو دوسیې رسېدلې، خو نه یې د چا نوم اخیستی او نه یې په اړه نور جزیات ور کړي دي.

د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي وايي، له فساد او له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې اختصاصي څارنوالي د دې تورنو کسانو مسله څېړي.

تراوسه عدلي چارواکو د تورونو کسانو نومونه ډاګیز کړي نه دي، خو یوې سرچینې دغه کسان د لسکونه میلیونه افغانایو په فساد تورن دي.

پخوا هم بازرس ادارې ځینې لوړپوړي چارواکي لکه د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فېروز د دې وزارت پخواني مرستیالان او یو برحال مرستیال او د عامې روغتیا وزارت ولایتي مشران او نور لوړپوړي چارواکي له کورونا سره د مبارزې پيسو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته پېژندلي وو.

خو د دې تورنو د برخلیک په اړه نور جزیات ډاګیز شوي نه دي او په دوی کې ځینو یې ورته تورونه رد کړي وو.