خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی دی. په پام کې دي چې نوموړی له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر اړوندو موضوعاتو لیدته کاته تر سره کړي.

تر دې مهاله خلیلي د پاکستان صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي، د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوسره کتلي او د افغان سولې او دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو په تړاو اړوندو موضوعاتو یې خبرې ور سره کړې دي.

د یادو لیدنو په ترڅ کې د پاکستان صدر اعظم عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت په اهمیت ټینګار کړی څو له لارې یې اوربند ته زمینه برابره شي. خان په اړه ویلي، چې په افغانستان کې د خبرو پروسه باید د هراړخیز حل لپاره له زغم او کوښښ سره تعقیب شي او د افغانستان د لانجې په سوله ییز حل ټینګار کړی او دا یې دریځ دی چې دا لانجه په جګړو نه هوارېږي.

ښاغلي خلیلي د عمران خان تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پارلمان له رییس اسد قیصر سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له مذاکره کوونکو لوریو غوښتنه کړې، چې د اورکم لپاره نهايي هڅه وکړي او د اوربند پر لوري ګامونه واخلي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې د قریشي په وینا د افغانستان د سولې له پروسې د اسلام اباد د ملاتړ خبره تکرار کړه او ویلي یې دي چې پاکستان هیله من دی چې په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ روانې مذاکرې به وکړای شي افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.