د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو پر هدفي وژنو د حنیف اتمر اندېښنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو پر هدفي وژنو سخته اندېښنه ښودلې ده.
ښاغلي اتمر تېره ورځ په دې اړه په کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر اندریس وان برنت سره وکتل او د ډیموکراتیکو ادارو د ملاتړ په برخه کې یې د دغې ټولنې رول وستایه.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د اروپایي ټولنې د سفیر په حواله راغلي چې دوی د افغانستان پر روان وضعیت خبر دي او سولې ته د رسېدو په برخه کې د سیمهییزې او نړیوالې اجماع ملاتړ کوي.
هدفي وژنو چې د کابل په ګډون بېلابېلو ښارونو کې زیاتې شوې دي، د بشري حقونو د ملاتړو او نورو بېلابېلو سازمانونو غبرګون هم پارولی دی.
حکومت څو ځله وویل چې دا وژنې د طالبانو لهخوا کېږي، خو طالبان بیا وایي، دوی یوازې پوځي اهداف په نښه کوي او د خبریالانو او مدني فعالانو په وژنو کې لاس نهلري.