خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کابل ښار کې دوه قاضیانې وژل شوې او یوه بله ټپي ده

پولیس وایي چې  نن سهار کابل ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې دوه ښځې قاضیانې وژل شوې او یوه بله ټپي شوې ده.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چي دغه پېښه نن سهار اته بجې او دېرش دقیقې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه فتح الله په لسم سړک رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاتوي چې د ناپېژداندو وسله والو په دغه برید کې دوه ښځې قاضیانې وژل شوې او یوه بله ټپي شوې ده.

هغه وایي چې په دې اړه به وروستي معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.