د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو ته کارزي زمینې برابروي

د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو خلکو ته د کاري زمینې برابرولو خبر ورکوي.
د ننګرهار د کانال شرکت ویاند همایون غریبمل وائي چې د دغه شرکت د زیتونو په څلورګونو فارمونو کې یې د ښاخونو پرېکولو او ویالو جوړولو شپږ میاشتني پروګرام پیل کړی چې په کې به ۵۴ زره بې روزګاره خلک په کار بوخت وي.
د غریبمل په خبره، په دغو کسانو چې په یاد پروګرام کې په کار بوخت دي، ۴زره ټنه غنم هم وېشل کېږي.
غریبمل وایي، له دې پروګرامه یې هدف د زیتونو د فارمونو سمه پالنه او بې روزګارو خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.